IQNA

په درست ایران کې په میلیوني لاریون کې د شیراز ترهه  ګرجنایت محکوم شو(فلم)

15:34 - October 28, 2022
د خبر لمبر: 3486377
ایکنا-(تهران)د تهران پشمول د ایران درست ولس په میلیوني لاریونونو کې د شیراز د حضرت احمد بن موسی  شاهچراغ زیارت دبوږنونکي پيښې د شهیدانو  له کورنیو سره دخواخوږۍ په څرګندولو سره  دایران  د اسلامی  نظام له د ښمنانو خپله جدي کرکه اونفرت یو ځل بیا نندارې ته وړانډې کړ.؛

 ایکناخبری اژانس راپور راکړ،د ایران د تهران پشمول درست ولس یو ځل بیا د  جمعې لمانځه له اداکولو وروسته د شیراز په احمد بن موسی شاهچراغ زیارت کې ترهه ګر او بوږنونکي جنایت  په میلیوني لاریونونو سره محکوم کړ او یوځل ئې بیا  نړیوال استکبار ته وښودله چې هیڅکله به هم  دنفاق او د رز د اچولو په باب د دوی دسیسې کامیابې نشي.

 ،د ایران ولس په میلیوني لاریونونو کې د شیراز د حضرت احمد بن موسی  شاهچراغ زیارت دبوږنونکي پيښې د شهیدانو  له کورنیو سره دخواخوږۍ په څرګندولو سره  دایران  د اسلامی  نظام له د ښمنانو خپله جدي کرکه اونفرت یو ځل بیا نندارې ته وړانډې کړ.؛

د حضرت  احمد بن موسی په حرم کې د بوږنونکي جنایت دمحکومیّت له میلیوني لاریون سره په یووخت ،په تهران کې  د  جمعې لمانځه له اداکیدا وروسته  د  شهید متخصص فرید معصومی او ډګرمن  شهیدامیر کمندي  د جنازو دستورې هم ترسره شوې.

 د اسلامی تبلیغاتوغږملونکي شورا هم د نن میلیوني لاریون په پایزې اعلامیې کې د شاهچراغ دترهه ګرې پیښې په محکومولو سره اعلان وکړ،د دغو جنایتونو اصلي تورن د امریکا او دمنحوس صهیونیسټي رژيم  مخ په ځوړتیا  او مستکبر حکومت او داستکبار سیمه ایزو ګوډاګيو واکوالان (یعني دعبری عربی اوغربی مثلث) ګڼي او یقینا دغه جنایتکار او سرزوري واکمنان او دهغوي سیمه ایز تالی څټي رژيمونه به ډيرزر ددغه جنایتونو دروند تاوان ورکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4094991/%D

captcha